ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امیرالمؤمنین شهید ملا اختر محمد منصور ژوند لیک!

شهید ملا اختر محمد منصور د الحاج محمد جان زوی په ۱۳۴۷ هجري لمریز کال د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ په بند تیمور کلي کې زېږېدلی.

زده‌کړې:

امیرالمؤمنین شهید ملا اختر محمد منصور په اووه کلنۍ کې د خپل پلار په لارښوونه د خپلې سیمې په لومړني ښوونځي او د خپل کلي په مسجد کې دینې زده‌کړې پیل کړې. د هجرت له ستړیاوو سره سره یې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړ او وړه دوره یې په پېښور کې بشپړه کړه.

جهاد او سیاسي مبارزه:

په ۱۹۷۸ زېږدیز کال په افغانستان د شوروي اشغالګرو تر تېري وروسته افغان مجاهد ولس د هغوی پر خلاف پاڅون پیل کړ.

امیرالمؤمنین شهید ملا اختر محمد منصور هغه وخت ۱۸ کلن و، چې د یوه تکړه او با شهامته ځوان او د یوه غیرتي مجاهد په توګه یې په شعوري ډول له خپل دین او هېواد څخه د دفاع په غرض د یرغلګرو شورویانو او داخلي کمونیستانو پر خلاف وسلې ته لاس کړ او جهادي مبارزه یې پیل کړه.

ملا اختر محمد منصور کندهار کې د شوروي اشغالګرو او د هغوی د داخلي ملاتړو پر خلاف په ډېرو پوځي عملیاتو کې فعاله برخه اخیستې او یو ځل په ۱۹۸۷ م کال د کندهار ولایت ژړۍ ولسوالۍ د سنځري په سیمه کې د روسانو په یوه ستراتیژیک مرکز مخامخ عملیاتو کې یې بدن ۱۳ ټپونه خوړلي و.

دویم ځل بیا د ۱۹۹۷ زېږدیز کال په می میاشت کې د مزار شریف په هوايي ډګر کې زخمي او پر هماغه ټپي حالت کې د مخالفینو له لوري اسیر شو.

د اسلامي امارت په تاسیس کې یې اساسي رول:

په ۱۹۹۲ زېږدیز کال افغانستان کې د کمونیستي نظام تر سقوط او داخلي جګړو تر پیلېدو وروسته شهید ملا اختر محمد منصور د خپلې جبهې د نورو مخلصو مجاهدینو په څېر وسله پر ځمکه کېښوده او د واک پر سر د پیل شوې ناروا جګړې په دوام کې یې د هېچا پلوي ونه کړه.

کله چې په ۱۹۹۴ زېږدیز کال د امیرالمؤمنین مرحوم ملا محمد عمر مجاهد له لوري اسلامي تحریک تاسیس شو، شهید ملا اختر محمد منصور له خپلو ملګرو سره له پېښوره را روان او د خپلو ملګرو له لوري د ډلې مشر وټاکل شو، چې بیا دوی ټول د شهید منصور تر مشرۍ لاندې په اسلامي تحریک کې شامل شول او خدمت یې پیل کړ.

د اسلامي امارت د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال یې دندې او مسولیتونه:

کله چې اسلامي امارت په لومړیو کې کندهار ښار ونیو شهید ملا اختر محمد منصور یې د کندهار د هوایي ډګر مسول وټاکه، بیا په همدې ولایت کې د هوايي ځواکونو او هوايي مدافعي مسولیت ور په غاړه شو.

منصور په ۱۹۹۶ کال د پلازمینې کابل ترنیولو وروسته د هوايي چلند اوسیاحت وزیر او له وزارت سره هم مهاله د امیرالمؤمنین مرحوم ملا محمد عمر مجاهد له لوري د دفاع وزارت اړوند د هوايي مدافعې د عمومي قومندانۍ مسولیت هم ورته وسپارل شو.

د افغانستان د هوايي او توریزم وزارت په برخه کې یې زیات شمېر عمراني او رغنیز فعالیتونه ترسره کړي، چې په لنډه توګه اشاره ورته کوو.

شهید ملا اختر محمد منصور د اسلامي امارت د لومړۍ واکمنۍ پر مهال، د کابل نړیوال هوايي ډګر او د هغه اړوند تاسیسات ټول له سره ورغول او د اریانا افغان نړیواله هوايي كرښه یې د کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره له نړیوالو معیارونو سره سمه جوړه کړه.

د نوموړي په زیار او هڅو د کندهار، هرات، ننګرهار، مزار شریف او کندز ولایت هوايي ډګرونه د هر ډول ملکي او پوځي الوتنو لپاره چمتو او په پرمختللیو وسایلو سمبال شول.

دغه راز یې د افغانستان په دننه کې د شپې او ورځې لپاره د داخلي الوتنو اسانتیاوې برابرې او له کلونو ځنډ وروسته یي په لومړي ځل زرګونه افغان حاجیانو ته د اریانا افغان هوایي شرکت له لارې حج ته د تلو زمینه برابره کړه.

د دې تر څنګ د شهید منصور د وزارت پرمهال شاوخوا ۴۴ بېلا بېلې ترانسپورټي الوتکې او جنګي چورلکې چې د جګړو پرمهال زیانمنې شوې او له الوتنې لویدلې وې بیا ورغول شوې او په ملکي هوایي چلند او هوایي ځواک کې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.

د امریکایي یرغل پر خلاف یې وسله‌واله مبارزه:

په ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر اوومه افغانستان باندې د امریکا تر یرغل وروسته شهید ملا اختر محمد منصور د اشغال پر وړاندې جهاد پیل کړ.

د نوموړي په جهادي ژوند کې د امریکا پر ضد د جهاد مرحله د ده لپاره له سختو ازمیښتونو او چلینجونو ډکه وه.

دغه وخت شهید منصور ته د امیرالمؤمنین له لوري د اسلامي امارت د رهبرۍ شوری پر عضویت سربېره د کندهار جهادي مسولیت هم ور وسپارل شو.

د شهید منصور د مسولیت پر مهال په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۸ میلادي کال کې د کندهار مرکزي زندان دوه ځلې د مجاهدینو له لوري مات شو او تر یونیم زر زیات بندي مجاهدین یې د دښمن له بند څخه ازاد کړل.

د اسلامي امارت د نایب په توګه:

کله چې په ۲۰۰۷ م کال کې د ملا محمد عمر مجاهد پخوانی مرستیال ملا عبیدالله اخند د پاکستاني حکومت له لوري ونیول شو، نو ملا اختر محمد منصور له ملا عبدالغني برادراخند سره یوځای د امیرالمؤمنین د دویم مرستیال په توګه وټاکل شو او ترڅنګ یې د کندهار ولایت نظامي مشري هم پر غاړه درلوده.

د ملا عبیدالله تر وژل کېدو او ملا عبدالغني برادر تر نیول کېدو وروسته نوموړی د اسلامي امارت د مرستیال او د ټولو چارو د عمومي مسول په توګه وټاکل شو.

د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد تر وفات وروسته:

په ۲۰۱۵ کال د اسلامي امارت د موسس ملا محمد عمر مجاهد د مړینې له خبر خپرېدو ورسته ملا اختر محمد منصور د اسلامي امارت د رهبرۍ شوری د یو شمیر غړو او جییدوعلماوو له لوري د امیرالمؤمنین په توګه وټاکل شو.

نوموړي د امیرالمؤمنین مرحوم ملا محمد عمر مجاهد تر مړینې وروسته رامنځته کېدونکی درځ په وخت سره دفع او د صف منسجم ساتلو ترڅنګ یې له ټولو هغو استخباراتي کړیو سره غوڅه مقابله وکړه، چې له بېلابېلو لارو یې د اسلامي امارت لیکو د اختلاف، پارونو او انزوا هڅې کولې.

د امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور شهادت:

ملا اختر محمد منصور د ۱۴۳۷ هجري قمري کال د شعبان المعظم میاشتې په ۱۴ مه نیټه د شنبې په ور ځ، چې د ۱۳۹۵ لمریز کال د جوزا له لومړۍ نیټي سره سمون خوري د کندهار ریګستان او بلوچستان نوشکي ته څیرمه په یوه سرحدي سیمه کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.

انا الله و انا الیه راجعون