ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډووېن براوو د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د توپ‌اچونې سلاکار روزونکی وټاکل شو

افغانستان کرېکټ بورډ، د ویسټ انډیز لوبډلې پخوانی نامتو لوبغاړی چې د ياد هېواد لپاره د نړیوال جام ګټونکې لوبډلې برخه هم و، د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې د توپ اچونې برخې سلاکار روزونکی ټاکلى او د نړیوال جام له پيل وړاندې به له ملي لوبډلې سره یوځای شي.

۴۰ کلن براوو د ویسټ انډیز لوبډلې چټک توپ اچوونکی الراونډر لوبغاړی و، چې په ۲۹۵ نړیوالو لوبو کې شپږ زره او ۴۲۳ منډې لري او ترڅنګ یې ۳۶۳ وېکټې هم اخیستې دي.

دغه راز نوموړي ۱۰۰ فرسټ کلاس، ۲۲۷ لېسټ اې او ۵۷۳ شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.

اوس مهال ډووېن براوو د ۲۰ اوریزو لوبو مخکښ وېکټ اخیستونکی دی، چې په دې بڼه کې یې هم ۶۲۵ ويکټې ترلاسه کړې دي.

همدارنګه نوموړی په دې بڼه کې نږدې اووه زره منډې هم لري، چې له همدې امله دی په ۲۰ اوریزه سیالیو کې یو له تر ټولو بریالیو ټولچارو يا الراونډر لوبغاړو شمېرل کېږي.

د براوو غوره او خوندور کرېکټ نوموړي ته نړیوال شهرت وربخښلی چې په دې لړ کې د نوموړي په کارکردګۍ کې د نړیوال جام اتلولي، د چیمپینز ټرافي اتلولي، هند غوره لیګ اتلولي او کارابین غوره لیګ اتلولي شاملې دي.

د نړیوال کرېکټ د کارکردګۍ او لاسته راوړنو سربېره، براوو د هند غوره لیګ د سږني کال پړاو کې له چيناى سوپر کېنګ لوبډلې سره د توپ اچونې برخې د روزونکي په توګه هم دنده ترسره کړه.

د يادونې وړ ده، چې افغان اتلان وار له مخه سینټ کېټس او نیوېس ټاپو ته رسېدلي او ډېر ژر به نړیوال جام لپاره د چمتووالي په موخه خپل ۱۰-ورځنی تمریناتي کمپ پیل کړي چې د نورو روزونکو ترڅنګ به ډووېن براو هم دې کمپ کې افغان لوبډلې سره مل وي.