ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د حبیبې لېسې څخه د لیدنې پرمهال؛ له سالمې ښوونې او روزنې پرته پرمختګ ناشونی دی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ښار حبیبې عالي لېسې څخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال د یادې لېسې د مسولینو، ښوونکو او زده کوونکو نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې اوریدلې دي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د ښوونځي لومړنۍ، منځنۍ او لېسې دوره د یوې ټولنې د پوهنې بنسټ جوړوي، کچېرې د پوهنې د مسولینو او ښوونکو له لورې د دغې دورې کیفیت ته پاملرنه وشي، یقني ده چې پوهنتونونه او نور علمي مرکزونه به له لوړ علمي کیفیت برخمن وي.

نوموړي د یادې لېسې ښوونکو ته په خطاب کې ویلي؛ تاسې د دې هېواد د راتلونکي جوړونکي او مدیران یاست، هڅه وکړئ له دې فرصت څخه چې ستاسې په واک کې دی، غوره ګټه واخلئ او پر خپلې سالمې ښوونې او روزنې افغانستان پرمختللی او اباد کړئ.

دریاست الوزرا اداري مرستیال څرګنده کړې؛ که وغواړو چې پرمختللی او هوسا هېواد ولرو باید د ښوونې او روزنې د کیفیت او کمیت لوړولو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو، ځکه له سالمې ښوونې او روزنې پرته پرمختګ او ابادي ستونزمنه ده.

ښاغلي حنفي ويلي، اسلامي امارت تل هڅه کوي چې د پوهنیز نصاب په اصلاح کولو او په افغانستان کې د مدرسو او ښوونځیو په پراختیا سره د هېواد ټولو بچیانو ته د معیاري او لوړ کیفیت ښوونې او روزنې زمینه برابره کړي.

اداري مرستیال د یادې لېسې مسولینو ته لارښوونه کړې، چې دندو ته مو پاملرنه کوئ او همداراز یې د یادې لېسې ممتاز زده کوونکي تشویق او ستایلي دي.