ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ژوند بڼو نړیوالې ورځې په اړه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رسنیزه اعلامیه!


د ملګرو ملتونو سازمان له‌خوا د ژوند بڼو په تړاو د خلکو د عامه پوهاوي کچې لوړولو په موخه د مۍ۲۲مه نېټه د ژوند بڼو نړۍوالې ورځې په توګه اعلان شوې.

یاده ورځ د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په دویمه کمېټه کې د ۱۹۹۳م کال د ډسمبر په ورستیو کې عملي شوه چې د ژوند بڼو نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه.

افغانستان په ۱۹۹۲ کال کې د ژوند بڼو نړۍوال کنوانسیون لاسلیک کړی. د دې کنوانسیون د پلي کېدو په موخه د افغانستان د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ژوند بڼو ملي ستراتیژي او د ساتل شوو سیمو ملي پلان سیسټم په څېر اسناد چمتو کړي؛ ترڅو د یاد کنوانسیون موخې په سمه توګه پلي شي.
 ژوند بڼې په ځمکه کې بشري، حیواني او نباتي اړتیاوې پوره کوي، په اقتصادي او ټولنیز ډګر کې په معاصرو علومو کې د بشر اوسني پرمختګونه او هوسا ژوند ته لاسرسی د ژوند بڼو د شتون برکت دی، له بلې خوا د ژوند بڼو ساتنه او په دوامداره توګه ترې استفاده د چاپېریال قانون له مهمو موخو څخه ده.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ژوند بڼو نړیوال کنوانسیون موخو ته د رسیدو لپاره د ژوند بڼو ملي سټراتیژي او د عمل پلان جوړ کړی.
افغانستان د ژوند بڼو کنوانسیون د غړي په توګه د ژوند بڼو نړیواله ورځ لمانځي چې سږکال “د پلان یوه برخه اوسئ” شعار په عنوان په افغانستان او نړیواله کچه لمانځل کیږي.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره د اړوندو امارتي ادارو او همکارو موسسو په همکارۍ د وحشي ژوو د ساتنې په اړه ډېر فعالیتونه ترسره کړي دي:
•      د وحشي ژوو د پټنځایونو په توګه د ۲۳ ساتل شوو سیمو وړاندیز او اعلان، د ژوند بڼو او طبیعي سیمو د ساتنې په موخه تخنیکي مطالعې او ارزونه.
•      د ساتنې وړ ډولونو په توګه د ۱۴۹ ډوله وحشي ژوو او نباتاتو اعلانول او همدار راز د ښکار، قاچاق او سوداګرۍ مخنیوی یې.
•      د وحشي ژوو، بومي او ګډوالو الوتونکو ضبط او په خپلو ځایونو کې یې خوشې کول.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره له ټولو قدرمنو هېوادوالو، دیني عالمانو، ملي، نړیوالو او علمي بنسټونو، او رسنیو څخه غواړي، چې د چاپېریال ساتنې کلتور په ترویج او ژوند بڼو په ساتنه کې خپل دیني او ملي مسولیت ادا او له دې ادارې سره همکاري وکړي.