ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: د هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې د علمي کادرونو کړنې، نړیوالو ته د افغانستان وړتیاوې څرګندوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي بدخشان ولایت ته د سفر پر مهال د افغانستان د ګرځندوی ملي جاذبو کنفرانس کې چې د لوړو زده کړو وزارت او بدخشان پوهنتون له لورې جوړ شوی وو، ګډون او وینا کړې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د لوړو زده کړو وزیر او رهبري پلاوی، د ولایت مقام او بدخشان پوهنتون رهبري پلاوی او ټول هغه مسولین چې د یاد کنفرانس په جوړولو کې یې ونډه لرله ستایلي او ویلي يي دي، د خوښۍ ځای دی چې نن د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو علمي او اکاډمیک شخصیتونه سره راټول شوي او په افغانستان کې د ګرځندوی د جاذبو په اړه خپلې مقالې وړاندې کوي، سربېره پر دې دوی د ورورۍ په ټول توان هڅه کوي، چې د افغانستان ښکلاګانې د افغانستان ولسونو او نړیوالو ته وښیي.

مولوي عبدالسلام حنفي په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په اشارې ویلي؛ اسلامي امارت هڅه کوي د واټونو او لویو لارو په جوړولو سره افغانستان له بېلابېلو دهلېزونو په ځانګړي ډول د واخان کوریدور له لارې د یوې لارې یو کمربند پروژې سره وصل کړي، ترڅو د ګاونډيو د اقتصادي او ټکنالوژۍ له ګټو استفاده وشي او د هېواد د برېښنا بندونو په جوړولو سره د انرژۍ له واردولو خلاص شو.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان پرېمانه کانونه لري او یو کرنیز هېواد دی، چې د طبیعي ښکلو منظرو او معتدل اقلیم ترڅنګ په بېلابېلو ولایتونو کې د لرغونو ابداتو په لرلو سره چې د اسلامي او غیراسلامي تمدنونو څخه راپاتي د ګرځندوی لپاره بې نظیره مکان دی، دغې برخې ته د رسېدنه او پاملرنې له اړخه کولای شو پام وړ کلنی عاید ترلاسه کړو.

ښاغلي حنفي څرګنده کړې؛ اسلامي امارت له ټولو ګاونډیانو سره په اقتصادي، فرهنګي او سیاسي برخو کې د ښو او دوستانه اړیکو غوښتونکی دی او هیچا ته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د دوی امنیت ته ګواښ پېښ کړي، دغه راز له دوی هم د نه لاسوهنې د اصولو په پام کې نیولو سره دوستانه او نېکې اړیکې غواړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې له هېواده بهر وطنوالو ته په خطاب کې ویلي؛ افغانستان زموږ د ټولو افغانانو ګډ کور دی، ټول پکې د ګډ ژوند کولو حق لري، اسلامي امارت به د دوی مال او ځان خوندي کوي.

نوموړي همداراز ورڅخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته راستانه او د افغانستان په پرمختګ او ابادۍ کې ونډه واخلي.