د ۲۰۲۳ کال اکتوبر په ۷مه د فلسطین په بېلابېلو برخو له پرلهپسې یرغل وروسته د حماس غورځنګ مجاهدین د اسرائیلو د له منځه وړلو په موخه د هوا او ځمکې له لارې د اسرائیلو په بېلابېلو برخو کې پوځي اقداماتو ته اړ شول.
له دې برید وروسته صهیونیستي رژیم څه باندې شپږ زره توغندي په غزه تړانګه وویشتل.
د اکتوبر له ۷مې تراوسه په غزه تړانګه د اسرائیلو په حملو کې څه باندې ۳۵ زره فلسطینیان شهیدان او له ۷۹ زره زیات ټپیان شوي. لاهم ډیری شهیدان تر خاورو او ویجاړیو لاندې دي، چې صهیونیستي عسکر یې پالنې ته روغتیايي او مدني ټیمونه نه پرېږدي.
د اسرائیلي یرغلګرو عسکر په غزه تړانګه کې د خپلو جنایتونو د پټولو لپاره د حماس اسلامي غورځنګ مشران پړه بولي.
د حماس غورځنګ له مشرانو یو هم یحیی ابراهیم سنوار دی، چې په وړاندې یې یو شمیر رسنیو د تبلیغاتو لپاره پښې لوڅې کړې دي.
یحیی سنوار څوک دی؟
ښاغلی سنوار د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ له مشرانو څخه یو دی.
نوموړي د ۱۹۶۲ د اکتوبر په ۲۹مه د غزې خان یونس د کډوالو په کمپ کې نړۍ ته سترګې وغړولي. لوړې زده کړې یې د غزې په پوهنتون کې بشپړې کړې، په عربي ژبه کې دوکتورا لري او په انګلیسي او عبراني ژبو مسلط دی.
یحیی سنوار د اسرائیلو پر وړاندې د حماس غورځنګ د بنسټ اېښودونکي شیخ احمد یاسین د پرلهپسې هڅو په پایله کې له یاد اسلامي مقاومت سره یو ځای شو.
یحیی سنوار د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۲ کال د صهیونیستي رژیم له لوري ونیول شو.
نوموړی څلور ځله د صهیونیستي رژیم له لوري په ابدي حبس محکوم شو، ۲۲ کاله یې په زندان کې تېر کړل، چې څلور یې تر نورو هغو سخت او په یوازيتوب کې وو.
د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ د رهبرۍ غړی یحیی ابراهیم سنوار وايي: “که چېرې ټوله نړۍ لاس په کار نه شي، په سیمه کې به لویه مذهبي جګړه رامنځته شي او د منځني ختیځ دغه کړکیچ به ټوله نړۍ وګواښي.”
د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې اسرائیلو د یحیی سنوار کور او دفتر په یوه برید کې ویجاړ کړل.
نوموړي په ۲۰۲۲ کې په یوه مرکه کې له خلکو وغوښتل، چې له هرې ممکنې لارې د اسرائيلو پر وړاندې د خپلې خاورې په ننګه ودرېږي.
د فلسطین په خاوره د صهیونیستي رژیم له یرغل څه باندې اوه لسیزې کېږي، دا لومړی ځل دی چې د یحیی په مشري د فلسطینیانو د ازادي غوښتونکو اقداماتو اسرائیل له لویدو او ماتې سره مخ کړي، چې تازه یې رواني جګړې ته مخه کړې او د سنوار په څېر د زړور مجاهد د بدنامولو هڅه کوي.