د فلسطین د اطلاعاتو دفتر خبر ورکړی، چې رفح ښار کې د تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د فلسطیني بېځایه شویو په لسو میشتغالو د اسرائیلي یرغلګرو د هوایی بریدونو له امله څه باندې ۱۹۰ کسان شهیدان شوي او په لسګونو نورټپیان دي.
په شهیدانو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې پر غزه د صهیونیسټي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې تر دېمهاله نږدې ۳۶ زره فلسطینیان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي شهیدان او څه باندې ۸۴ زره نور ټپیان شوي دي.
د تېرې جمعې په ورځ د عدالت نړیوالې محکمې اسرائیلو ته امر کړی و، چې د غزې په رفح نظامي عملیات او بریدونه ودروي، خو صهیونیستي رژیم یاد امر نه دی منلی او بریدونو ته یې دوام ورکړی.