د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت سرپرست په افغانستان کې د افغان ایډ دفتر له مسول او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي.
د افغان ایډ دفتر مسول چارليس ډيوې د کليو د بيارغونې او پراختيا له سرپرست وزیر ملا محمد يونس اخندزاده سره په لیدنه کې افغانستان کې د ډاډ من امنیت په رامنځته کېدو خوښي وښوده او زياته يي کړه، چې دوی په افغانستان کې د څلويښتو کالو راهيسي لنډ مهاله او اوږد مهاله بشري او پرمختيايې پروژي عملي کوي او وروسته له دې به هم افغانستان کې یو شمېر بنسټیزې پروژې پلي کړي.
د کليو بیا رغونې او پراختیا وزارت سرپرست په افغانستان کې د افغان ايډ مرستندویه دفتر له فعالیتونو څخه د منننې ترڅنګ د دې دفتر کارونو وستایل او زیاته یې کړه، چې یوازې بشري مرستې د افغانانو درد نشي دوا کولی، او مرستندویه بنسټونه باید د بشري مرستو ترڅنګ د افغانانو لپاره د بنسټیزو پروژو پر پلي کولو کار وکړي.
د لیدنې په پای کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر د افغان ایډ د دفتر له مسول سره د افغانستان اسلامي امارت د پالیسۍ له مخې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او چارليس ډيوې د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې ددغه وزارت سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.