د راپورونو پر اساس د امریکا په تیکزاس، ارکانساس، اوکلاهوما او کینټکي ایالتونو کې د زورور توپان او بوړبوکۍ له امله د دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان او بېکوره شوي. دغهراز زیات شمېر کورونه هم تخریب او ویجاړ شوي دي.
تکزاس کې چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د دې ایالت په شمال او د اوکلاهاما ایالت سره په پوله د سخت توپان او بړبوکۍ له امله ۷ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان دي.
د مسولینو په وینا؛ له ۲۰۰ زیاتې ودانۍ تخریب شوې او ۱۲۰ نورې هم زیانمنې شوې دي.
ژغورونکو ډلو په ویجاړو شویو ودانیو کې د احتمالي جسدونو د پلټنې عملیات پیل کړي دي.
له دې سره هممهاله امریکا کې د هوا پېژندنې ادارې د توپان سرعت په ساعت کې ۱۳۵ میله اعلان کړی او په راتلونکو ورځو کې یې د سخت توپان خبرداری ورکړی دی.
د یاد توپان له امله برېښنا هم پرې شوې او زرګونه خلک د ګرمۍ په روانه سخته څپه کې د برېښنا له اسانتیاوو بې برخې شوي دي.
د ارکانساس ایالت چارواکو بیا د درې کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې ډېری لارې او سړکونه د توپان د پاتېشونو له امله تړل شوې، برېښنا پرې شوې، ډېری ودانۍ تخریب شوې او زیات کسان ټپیان شوي دي.
په اوکلاهوما ایالت کې هم لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او زیاتې ویجاړۍ رامنځته شوې دي.