د غزې په جنوب رفح ښار کې د صهیونیستي رژیم عسکرو مرګونی هوايي برید ته نړیوالو غبرګونونه ښودلي، یاد برید یې غندلی او له اسرائیلي یرغلګرو یې غوښتي، تر څو پر رفح ښار بریدونه ودروي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره یو ځل بیا د غزې ولس پر وړاندې د صهیونیستي رژیم جنګي جنایتونه او په رفح ښار کې د بېځایه شویو ملکیانو پر پنډغالي هوايي بریدونه، چې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون پکې لسګونه کسان شهیدان شوي په کلکو ټکو غندلي دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فلسطینیانو وژنه غندلې او ویلي یې دي: “د نسل وژنې قاتلانو چې تر اوسه یې زموږ له ۳۶ زره زیات وروڼه او خویندې وژلي، د رفح د کډوالو په پنډغالي کې چې دوی خپله خوندي سیمه اعلان کړې، په ملکي خلکو بمباري کړې ده.”
ښاغلي اردوغان یو ځل بیا ویلي، چې بنیامین نتانیاهو د هیټلر او د تاریخ د نورو فرعونیانو پېښې کوي.
سعودي عربستان په رفح کې هوايي بریدونه غندلي او د اشغالګرو په لاس یې د ملکي وګړو د عامه وژنې دوام بللی دی.
دغهراز د نړیوالې ټولنې د سملاسي مداخلې غوښتنه یې کړې ده.
پاکستان یاد برید د عدالت نړیوالې محکمې له حکم څخه ښکاره سرغړونه ګڼلې ده.
اروپايي ټولنې یاد برید غندلی او د بهرنۍ تګلارې مشر یې جوزېپ بورېل له صهیونیستي رژیم غوښتي، چې د نړيوالې جنايي محکمې له غوښتنې سره سم دې په رفح کې بريدونه ودروي.
د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون پر رفح کې د اسرائیلي بریدونو د درولو غوښتنه کړې ده.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ملاني جولي په دې برید خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دا بشري ځور او کړاو باید پای ته ورسول شي.
ملګرو ملتونو بیا د هر اړخیزې او روښانه پلټنې غوښتنه کړې ده.
اسرائیلي عسکرو د تېرې یکشنبې په شپه د بېځایه شویو فلسطینیانو پر یوه ګڼ مېشته کمپ هوايي برید وکړ، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۵ کسان پکې شهیدان شول.
دغهراز له دې برید سره هممهاله د کډوالو په لسو مېشتغالو ورته بریدونه شوي وو، چې په ۲۴ ساعتونو کې په مجموعي ډول ۱۹۰ فلسطینیان پکې شهیدان شوي وو.