ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په لویو لارو کې د جوماتونو جوړولو په اړه د همغږۍ غونډه شوې

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم او د کابینې د پرېکړې د څارولو په موخه د لویو لارو په اوږدو کې د جوماتونو جوړولو په اړه د چارو ادارې لوی رییس مولوي نورالحق انور په مشرۍ او د اړوندو ادارو استازو په ګډون د همغږۍ غونډه شوې.

غونډه کې د ټولګټو، کور او ښارجوړونې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د حج او اوقافو وزارتونو استازو د یادو جوماتونو د جوړولو په اړه د خپلو وروستيو کړنو په اړه معلومات او وړاندیزونه شریک کړي دي.

همداراز غونډه کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د ځمکې د تثبیت، تصفیې او لیږد په اړه دې لازم اقدامات ترسره کړي، خپلې چارې دې چټکې کړي او د ولایتونو والیان دې له اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ د جوماتونو جوړولو د چارو له پلي کېدو څخه څارنه وکړي.

همدارنګه د کور او ښارجوړولو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د جوماتونو د ډیزاین او نقشو جوړولو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي او په ساحه کې د جوماتونو د جوړولو چارو د پلي کېدو لپاره دې انجنیران وټاکي او خپلې ټولې چارې د امکان تر حده چټکې کړي.