د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب په کابل کې د ترکیې هېواد له شارژدافیر جنک اونال او مل پلاوي سره لیدنه کړې
په دغه لیدنه کې د ترکیې هېواد شارژدافیر ویلي؛ افغانان او ترکان د دین او مذهب په لحاظ یو دي، نوموړي د افغانستان اسلامي امارت او ترکیې هېواد د ښو او پراخو اړیکو په تړاو خوښي ښودلې او د ګډو همکاریو په رامنځ ته کولو یې ټینګار کړی.
نوموړي زیاته کړې؛ مونږ غواړو د خپل هېواد د دیني چارو ادارې (دیانت) له لارې د حج، جوماتونو او نورو دیني برخو په هکله ګډې دوامداره همکارۍ ولرو .
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د نوموړي له ښو څرګندونو مننه کړې او ورته یې د اسلامي امارت لویو او عمده پرمختګونه روښانه کړي دي.
نوموړي ترکیې ته یې د خپل وروستي سفر په اړه ویلي؛ د نړۍ د اسلامي هېوادونو د علماوو دغه مشورتي کنفرانس چې د یاد هېواد په تاریخي ښار استانبول کې جوړ شوی وو، خورا ارزښتمن وو او په ځانکړې توګه به د فلسطین د قضیې لپاره ډېری ګټوري پایلي ولری .
ښاغلي ثاقب د اسلامي هېوادونو تر منځ د داسې مهمو دیني او ارزښتناکو غونډو او کنفرانسونو جوړېدل خورا اړین بللي.
په دغه ناسته کې د نورو مهمو موضوعاتو ترڅنګ د دیني او علمي اړیکو په ټینګولو او پراختیا، د علماوو ترمنځ د یو لړ مهمو موضوعاتو په تړاو د نظریاتو په شریکولو بحث ترسره شوی او ژمنه شوې، چې دواړه هېوادونه به په بېلا بېلو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام او پراختیا ورکوي.