ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ولادیمیر پوتین: اسلامي امارت په افغانستان حاکم او له دوی سره تعامل اړین دی

له کابل سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د ښه کولو لپاره د مسکو د هڅو په دوام د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې اسلامي امارت د افغانستان اوسني حاکمان دي او له دغه هېواد سره د اړیکو ټینګولو ته اړتیا لري.

ولادیمیر پوتین: “له افغانستان سره زموږ اړیکې تل د اجنډا په سر کې وي. د افغانستان له اوسني حکومت سره د اړیکو څرنګوالی بله خبره ده، خو مهمه خبره دا ده چې اسلامي امارت په افغانستان حاکمیت لري، دا حقیقت باید په پام کې ونیول شي او پر بنسټ یې اړیکې جوړې شي. موږ په منځنۍ اسیا کې له خپلو ډېرو شریکانو سره په اړیکه کې یو، موږ به د خپلو ټولو شریکانو نظرونه په پام کې نیسو او په دې اړه به په ګډه پرېکړه کوو.”

له بل لوري قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د روسیې د ولسمشر دغه څرګندونې ستایلې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت له مسکو سره مثبتو اړیکو ته چمتو دی.

سهیل شاهین: “موږ د افغانستان په اړه د روسيې د ولسمشر له دریځه، چې ویلي یې دي له اسلامي امارت سره تعامل کوي، هرکلی کوو. اسلامي امارت هم چمتو دی چې د د روسيې له فدراسیون سره اړیکې ولري.”

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د روسیې او افغانستان ترمنځ د اړیکو ټینګېدل به د اسلامي امارت د رسمیت پیژندلو لامل شي.

د یادونې وړ ده، چې دوې ورځې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ویلي وو، چې اسلامي امارت په افغانستان کې ریښتینی قوت دی او مسکو غواړي چې د خپلو بندیزونو له نوملړ څخه یې وباسي.