د ملي دفاع وزارت ویلي؛ چې د شهید سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د لومړي ځل لپاره د زړه د جراحۍ څانګه جوړه شوه او د یاد وزارت د پلان او پالیسي معنیت مرستیال شیخ محمد قاسم فرید او د یاد روغتون مسولینو له لوري پرانستل شوه.
په دې اړه غونډه چې د طبي علومو اکاډمۍ په تالار کې جوړه شوې وه، مسولینو د روغتیایي چارو قوماندانۍ د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړي او ویلي يي دي؛ د ملي دفاع وزارت رهبرۍ د ځانګړې پاملرنې له مخې نن د ویاړ ځای دی چې د شهید سردار محمد داود خان د روغتون په څانګو کې د نورو هېوادونو په کچه ډېر پیچلي عملیات په بریالیتوب سره ترسره کېږي.
همدا راز د ملي دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ معنیت مرستیال د روغتیا چارو قوماندانۍ مسولینو او ډاکټرانو د شپه او ورځ هڅو او فعالیتونو قدرداني کړی او د دوی د وړاندیزونو او ستونزو د حل ژمنه یې کړې.