ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: تېره میاشت کابل ښار کې نږدې ۱۱ زره زېږون کارتونه وېشل شوي دي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د روان کال په غويي میاشت کې یوازې په کابل ښار کې لس زره او ۹۵۰ کسانو ته زېږون کارتونه وېشلي دي.
بل خوا یاد ریاست په کابل ښار کې تېره میاشت پینځه زره او ۸۳۱ هېوادوالو ته د نوې او مثنی پېژندپاڼې د وېش اوکاغذي پېژندپاڼو دلغوه کولو، اووه زره او ۱۱۷ تنو ته د کاغذي پېژندپاڼې د تایید خدمتونه او دوه زره او ۶۸۲ نورو کسانو ته د پېژندپاڼو اړوند غیرحضوري خدمتونه وړاندې کړي دي.
همدارنګه د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست په غويي میاشت کې لس زره او ۱۲۸ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو د راوستو خدمتونه وړاندې کړي او د دې ترڅنګ د خدماتي څانګو له لارې ۳۹۴ نورو کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست په حضوري او غير حضوري ډول د کاغذي پېژندپاڼو، زېږون کارتونو او د مړينې پارچو د وېش؛ د هېواد د هوايي ډګرونو او ځمکنيو رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ د ثبت مسوليتونه پر غاړه لري او په يادو برخو کې هېوادوالو ته د چټکو او رڼو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.