ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ د ۲۰۲۴ شل اوريز نړيوال جام د امریکا په بریا پيل شو

د ۲۰۲۴ کرېکټ نړیوال جام شل اوریزې سیالۍ د ۲۰ لوبډلو په ګډون نن سهار (یکشنبه، د غبرګولي ۱۳مه) د امریکا متحده ایالاتو او ویسټنډیز په کوربتوب پيل شو.

د دې نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې، چې نن سهار ۵:۰۰ بجې د امریکا په ډلېس کې پیل شوې وه، امریکا کاناډا ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

د امریکا لوبډلې د لوبې پچه وګټله او توپ‌اچونه یې غوره کړه، چې مقابلې لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۵ منډې هدف وټاکه. یاد هدف د امریکا له لوري په ۱۸ اورونو کې یوازې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړل شو.

په سږني شل اوریز نړيوال جام کې د ۲۰ لوبډلو تر منځ په څلورو ګروپونو کې ټولې ۵۵ لوبې کېږي.

  • – ګروپ A: کاناډا، هند، ایرلېنډ، پاکستان او امریکا
  • – ګروپ B: اسټرالیا، انګلېنډ، نمیبیا، عمان او سکاټلېنډ
  • -ګروپ C: افغانستان، نیوزیلنډ، پي‌این‌جي، یوګانډا او وېسټ انډيز
  • -ګروپ D: بنګله دېش، جنوبي افریقا، شريلنکا، نیپال او نیدرلېنډز

افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به په دغه سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه راتلونکې سه شنبه د روان کال د غبرګولي میاشتې په ۱۵مه نېټه د یوګانډا پر وړاندې ترسره کړي.

د افغانستان په ۱۵ کسیزه لوبډله کې ۶ الرونډران، څلور توپوهونکي او پینځه توپ‌اچوونکي شامل دي، چې مشري یې راشد خان کوي.

افغانستان لومړی په ۲۰۱۰ کال په شل اوريز نړيوال جام کې ګډون کړی او سږ یې اووم ځل دی.

افغانستان به څه وخت او له چا سره لوبې کوي؟

  • – د افغانستان لومړۍ لوبه د جون میاشتې پر څلورمه له یوګانډا سره ده.
  • – دویمه یې د جون پر اتمه له نيوزیلنډ سره.
  • – درېیمه پر ۱۴ مه نېټه له پي‌اېن‌جي سره.
  • – او څلورمه لوبه به د جون میاشتې پر ۱۸مه له ویسټ انډيز سره وکړي.

شل اوریز جام سیالۍ له ۲۰۰۷ راهیسې پیل شوې، چې دا یې نهم دور دی.

په سږني شل اوریز نړیوال جام کې اصول دا دي، چې په لومړي پړاو کې به یې هره لوبډله د خپل ګروپ له نورو لوبډلو سره یوه یوه لوبه کوي او په پای کې په د سر دوې لوبډلې دویم پړاو ته لاره مومي، چې غوره اته یا Super 8 بلل کېږي.

دا غوره اته لوبډلې به بیا په دوو ګروپونو وېشل کېږي او له سیالیو وروسته به د هر ګروپ غوره لوبډله(څلور لوبډلې) نیمه پایلوبې ته وځي. له دې څلورو به بیا دوې پایلوبې ته لاره مومي.

په پای کې دوې پایلوبې ته غوره شوې لوبډلې به د جون پر ۲۹مه د ویست انډیز د بارباډوس سیمې په (د اوول) لوبغالي کې د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام اتلولۍ لپاره سیالي سره کوي.