د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر غړو په شتون کې د عامې روغتیا وزارت د نوي وزیر مولوي نور جلال جلالي د معرفي په مراسمو کې ګډون او وینا کړې.
د یادو مراسمو په پیل کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال د عامې روغتیا نوي وزیر مولوي نور جلال جلالي ته د مبارکۍ ترڅنګ هېوادوالو ته د خدمت کولو په برخه کې نوموړي ته د خدای تعالی په دربار کې د غوره خدمت دعا کړې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال څرګنده کړې؛ مولوي نور جلال جلالي د اسلامي امارت په لومړۍ دوره کې بېلابېلې دندې او مسولیتونه ترسره او د اسلامي امارت له فتوحاتو او بیاځلې حاکمیت راوروسته یې هم هېوادوالو ته د خدمت په برخه کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلي کړي دي.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ د امیرالمؤمین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبت الله اخوندزاده حفظه الله تعالی د فرمان پر بنسټ مولوي نور جلال جلالي د هېواد د عامې روغتیا وزیر په توګه ټاکل شوی دی، زه چې نوموړی پېژنم ډاډه یم لکه څرنګه چې د نورو ورسپارل شویو دندو په اجرا کې بریالی و، د دغه مسولیت په ادا کولو کې به هم بریالی راووځي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ هیله لرم مولوي نور جلال جلالي به وکولی شي د عامې روغتیا وزارت د پرسونل په همکارۍ د هېواد د روغتیا سکتور، ډاکټران او متخصصین لا بهتره او فعال او د هېوادوالو ستونزې پدې برخه کې حل کړي.
ښاغلي حنفي ويلي؛ په افغانستان کې د مخکېنۍ ادارې په دورو کې میلیونونه ډالر هېواد ته راغلل، خو بدبختانه په دولتي روغتونونو کې د ام آر آی یو ماشین هم نه وو، که په خصوصي روغتونونو کې هم شتون لرو، نو د هغه د راپور د تحلیل او تجزیې متخصصین پکې نه وو، چې واقعاً د خواشینۍ ځای دی.
نوموړي زیاته کړې؛ هیله لرم د عامې روغتیا وزارت د رهبري او پرسونل په هاند او هڅو وکولی شو د هېواد په ټولو کلیو کې ابتدایي کلینیکونه او د ولسوالیو په کچه روغتونه ولرو ترڅو د خلکو ستونزې حل کړو، ولایتي روغتونونه مو تخصصي روغتونونو ته لوړ او د زونونو روغتیایي مرکزونه مو په ټولو معیاري امکاناتو مډرن او مجهز شي.
مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې ویلي؛ هره کوچنۍ او ستره دنده چې یو چاته سپارل کېږي په حقیقت کې یو ستر مسولیت دی، لازمه ده د هغې په غوره اجرا کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي.
اسلامي امارت د هېواد روغتیایي سیستم پیاوړتیا ته هوډمن دی، چې د ډاکټرانو او متخصصینو په همکارۍ به د روغتیا په برخه کې شته ستونزې حل کړي.