ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

فوټسال؛ کابل کې د افغانستان فوټسال زونونو اتلانو دویم پړاو مقدماتي سیالۍ د میهن ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د فوټبال ملي فدراسیون فوټسال کمېټې له لوري د یاد فدراسیون په ورزشي جمنازیوم کې د شپږو زونونو او اتو لوبډلو ترمنځ د افغانستان فوټسال زونونو اتلانو دویم پړاو مقدماتي سیالۍ د میهن ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبې ته د المپیک ملي کمېټې او د بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق، د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست او فوټبال ملي فدراسیون فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال ملي فدراسیون رییس محمد یوسف کاګر د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني،  ورزشکاران او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

د یادو سیالیو پایلوبه د کابل ولایت میهن ځوانانو او د فراه ولایت خواجه زاده برادران لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د میهن ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې خواجه زاده لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یاونې وړ ده، یادو سیالیو اته ورځې دوام وکړ، چې د پایلوبې دواړه لوبډلې د ۲۰۲۴ کال افغانستان فوټسال غوره لیګ سیالیو ته لاره پیدا کړه.