د افغانستان برېښنا شرکت رهبري پلاوي او د افغانستان لپاره د ترکمنستان سفیر او ورسره مل تخنیکي پلاوي تر منځ د ترکمنستان وارداتي برېښنا، نورالجهاد سب سټېشن، خماب – قرقین او سرخان – پلخمري ۵۰۰ کېلوولټ پروژې په اړه ګډه غونډه پیل شوه.
په دې ناسته کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا محمد حنیف حمزه د ترکمنستان سفارت استازي ښاغلي هوجااووېزوف مل پلاوي او د ترکي قراردادي چالیک کمپنۍ استازي او اړوند تخنیکي ټیم ته ښه راغلاست وویل او افغانستان سره د برېښنا انرژۍ برخه کې د ترکمنستان هېواد له همکاریو یې مننه وکړه.
د ترکمنستان سفیر او افغانستان لپاره ددې هېواد استازي ښاغلي هوجااووېزوف له افغانستان برېښنا شرکت څخه مننه وکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ د برېښنا سوداګرۍ او اړوند پروژو په تړاو د ګډو همکاریو دوام یې د اړیکو او همکاریو پراختیا برخه کې یو ښه ګام وباله.
دې ناسته کې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند څانګو تخنیکي مس
ولینو او د ترکمنستان لورې تخنیکي پلاوي د هرات نورالجهاد سب سټیشن ته له ترکمنستان څخه د برېښنا رالیږد پروژې په اړه دوه اړخیز تخنیکي بحث پیل شو، چې ټاکلې پایله به یې د نورو یادو موضوعاتو په ګډون ددې ګډې ناستې پای کې د دواړو لورو رهبرۍ ته وړاندې او ټاکلي تړون کې ځای شي.
له ترکمنستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا رالېږد کچه کې د دوه اړخیزه همکاریو پیاوړتیا سره هم مهاله د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ بدلون او زیاتوالی راغلی چې دا د دواړو لورو ښې همکارۍ او غوره ګاونډیتوب څرګندويي کوي او د افغانستان برېښنا شرکت په دې تړاو له ترکمنستاني پلاوي په خپل وار مننه کړې ده.