د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د اندونيزيا د جوماتونو شورا اوسني ریيس ډاکتر يوسف کالا او ورسره پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د رياست الوزرا اداري مرستيال هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ، افغان ملت سره د اندونيزيا د دولت او خلکو د مرستو او همکاريو مننه کړې.
ډاکتر يوسف کالا په افغانستان کې په ترسره شويو مهمو کارونو او پرمختګونو خوښي څرګنده کړې.
نوموړي له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاريو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي يي دي؛ موږ په مختلفو په ځانګړي ډول ښوونې او روزنې او د کانونو ویستنې برخو کې د پانګونې غوښتونکي يوو، چې په دې برخه کې د افغانستان اسلامي امارت هر اړخيزو همکاريو ته اړتيا شته.
يوسف کالا څرګنده کړې، د افغانستان اسلامي امارت د خپل هېواد ستونزې په داسې ډول حل کړي، چې نورو هېوادونو ته يو ښه مثال ګڼل کېږي.
نوموړي د اندونيزيا دولت له لوري ځوانانو ته د تحصيلي فرصتونو برابرولو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده؛ په بين المللي غونډو کې د افغانستان په اړه ناسم معلومات مطرح کېږي، چې دغه موضوع حقيقت نه لري او موږ يې له نږدې وينو.
ورپسې ډاکتر عبدالحمید اول الدين پخپلو خبرو کې په افغانستان کې رامنځته شوي مثبت تغييرات ستایلي او ویلي يي دي، موږ د اقتصادي ودې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا غوښتونکي يوو او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړو.
د رياست الوزرا اداري مرستيال د سرتاسري امنیت ټینګښت، د نشه يي توکو د کر، قاچاق او استعمال مخنيوی، د اداري فساد لمنځه تلل، د ماشومانو او ښځو په ګډون د روږدو کسانو ټولول، د يتيمانو او کونډو لپاره د کفالت ټاکل او د ګاونډيو هېوادنو له لوري د ویستل شویو له دوه ميليون زياتو کډوالو مديريت، لېږد او ځای پر ځای کول د اسلامي امارت لاسته راوړنې بللي او ویلي يي دي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې ډېرې کوچنۍ او لويې پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.
مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړې؛ داسې کسان شته چې د افغانستان حقايق پټوي او نورو ته ناسم معلومات رسوي، خو اسلامي امارت د دې هېواد پرمختګ ته ژمن دی او په دې برخه کې په ټولو امکاناتو هڅه کوي.
نوموړي په افغانستان کې په مختلفو برخو کې د اندونيزيا د پانګونې هرکلی کړی او ویلي يي دي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول اندونيزيا سره د ښو او نیکو اړيکو غوښتونکی دی او د دې هېواد سوداګرو او پانګه والو ته به ټولې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.