ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د روغتیايي سکټور د لا پیاوړتیا لپاره هڅې کوي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په بهر کې له مېشتو يو شمېر افغان ډاکترانو او متخصصينو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې لومړی هغوی په هېواد کې په سرتاسري امنیت خوښي ښودلې او ویلي يي دي، په بهر کې مېشت ډېر شمېر افغان ډاکتران او متخصصين بېرته هېواد ته د ستنېدو او افغانانو ته د خدمت غوښتونکي دي.

نوموړو زياته کړې، موږ هيله لرو چې د اسلامي امارت په هر اړخيز ملاتړ د يو ځانګړي پروګرام له لارې په هېواد کې معياري روغتيايي خدمتونه وړاندې کړو چې په مختلفو کچو د افغان ملت اړتياوو ته ځواب ويونکي وي او د صعب العلاج ناروغيو درملنه په هېواد کې دننه وشي.

دوی همداراز په مختلفو برخو کې د ډاکترانو او متخصصينو د ظرفيتونو لوړولو او په هېواد کې د معياري روغتونونو جوړولو ته په اشارې د اسلامي امارت رهبرۍ څخه غوښتي، ترڅو په کور دننه او بهر له شته ظرفيتونو څخه په استفادې، روغتونونو او روغتيايي مرکزونو ته د پرمختللو طبي تجهيزاتو برابرولو او د يو پراخ او سټنډرډ روغتيايي سيستم جوړولو ته چې ټول متخصصين وکولی شي خپلې علمي تجربې او معلومات پکې عملي کړي، جدي پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستيال ویلي، د افغانستان روغتيايي سکتور پياوړتيا ته اړتيا لري چې د ډاکترانو او متخصصينو په همکارۍ دغه کار امکان لري.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د روغتيايي خدمتونو د کيفيت لوړولو، روغتونونو او کلینیکونو ته د لازمو تجهيزاتو برابرولو او د ډاکترانو او متخصصينو د ظرفيت لوړولو لپاره پياوړې او ټينګه اراده لري او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

ښاغلي حنفي همداراز ویلي، اسلامي امارت د روغتيا په بېلابېلو برخو کې د کميو او اړتياوو نښه کولو او لمنځه وړلو په لټه کې دی او له ټولو ډاکترانو او متخصصينو غواړي په دې برخه کې همکاري وکړي.