ازبیکستان کې د اوسپنې پټلۍ مسولینو درې اړخیزه
ناسته؛ د افغان ټرانس پروژې ګډ دفتر پرانیستل شو.
د اوسپنې پټلۍ
اداره د رییس ملا بخت الرحمن شراف په مشري ازبیکستان هېواد ته د دې ادارې د پلاوي
سفر په لړ کې چې د افغانستان، پاکستان او ازبیکستان هېوادونو د اوسپنې پټلۍ مسولینو ترمنځ ګډه ناسته وشوه او په نتیجه کې یې
د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د چارو د مخ ته وړلو لپاره ګډ دفتر پرانیستل شو.
د دفتر پرانيستې په مراسمو کې ازبیکستاني چارواکو او د افغانستان او پاکستان سفیرانو هم برخه اخیستې وه.
دغه دفتر د ازبیکستان تاشکند ښار کې موقعیت لري او د درې واړه
هېوادونو استازي به په ګډه د افغان ټرانس پروژې چارې له همدې دفتره همغږي کوي،
همداراز په پام کې ده، چې د همدې پروژې یو
دفتر کابل او بل اسلام اباد کې هم فعال شي.
همدارنګه دغه
مشترکه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د اوسپنې پټلۍ لوړرتبه مسولینو بله ناسته به راتلونکي ميلادي میاشت اسلام آباد کې
جوړېږي. په ورته وخت کې د ریلي همکاريو پر پیاوړتیا او د حیرتان-مزارشریف اوسپنې
پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د انتقالاتو په ډيروالي هم بحث وشو.
یاده دې وي چې د
افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژه د افغانستان له خاورې پر تېرېدو، د منځنۍ اسیا
هېوادونه له جنوبي اسیا سره وصلوي.