ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۲۰۲۴ کال کرېکټ شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان یوګانډا ته د ۱۲۵ منډو په توپير ستره ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې د یوګانډا ملي لوبډلې ته د ۱۲۵ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې په (سي) ګروپ کې له یوګانډا سره په لومړۍ لوبه کې بریا پخپل نوم کړه.

د دې لوبې پچه یوګانډا وګټله او افغان لوبډله یې توپوهنې ته را وبلله. افغان کرېکټ ملي لوبډلې د ټولو ۲۰ اورونو په لوبولو سره د پینځو ویکټو په زیان ۱۸۳ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۸۴ منډو هدف وټاکه.

یوګانډا لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یوازې ۵۸ منډې وکړې او د هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله.

افغان لوبډلې په توپ‌وهنه کې ډېر چټک پیل وکړ، په لومړیو درېیو اورونو کې یې ۳۰ منډې جوړې کړې، له پینځو اورونو وروسته ۵۲ او له شپږو اورونو وروسته افغان لوبډلې ۸۰ منډې وکړې.

په دې لوبه کې رحمان‌الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ دواړو پنځوسیزې پوره کړې. ابراهیم ځدراڼ د لوبې په ۱۵م اور کې په ۴۶ توپونو د یوې شپږیزې او نهو څلوریزو پر مټ د ۷۰ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد او رحمان‌الله ګربز بیا په ۴۵ توپونو د څلورو شپږیزو او څلورو څلوریزو پر مټ په ۷۶ منډو خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

افغان بالرانو له ټاکل شوي هدف څخه ښه دفاع وکړه، پرله‌پسې یې ویکټې ترلاسه کړې او د یوګانډا لوبغاړو ته یې په میدان کې د پاتې کېدو فرصت ور نه کړ.

فضل حق فاروقي د نهو منډو په بدل کې پینځه ویکټې ترلاسه کړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

راشد خان او نوین‌الحق دوې، دوې او مجیب الرحمن بیا یوه ویکټه واخیسته.

د یادونې وړ ده، چې یوګاندا په لومړي ځل د نړیوال جام سیالیو ته لاره موندلې.

افغانستان بیا لومړی په ۲۰۱۰ کال په نړیوال جام سیالیو کې برخه اخیستې وه، چې دا یې اووم ځل دی.

افغانستان به په روان نړیوال جام کې خپله دویمه لوبه د روانې زیږدیزې میاشتې په اتمه نیټه د نیوزیلینډ په خلاف ترسره کوي.