د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي؛ دغه وزارت د اړوندو ارګانونو په همکارۍ د حج د پروسې په برخه کې د کاري پلانونو او پروګرامونو په پلې کولو سره توانيدلی، چې په روان کال کې د پروازونو له پيله تر دې دمه په منظم ډول د هېواد له پروازي زونونو څخه ٢٧ زره حاجيان سعودي عربستان ته ولېږدوي او په راتلونکو څو ورځو کې به یاد هېواد ته د حاجیانو د لېږد بهیر بشپړ شي.
یاد وزارت زیاته کړې؛ ۱۵ زره او ۱۸۴ حاجیان له مدینې منورې څخه او ۱۱ زره او ۹۹۷ حاجیان د جدې له هوايي ډګر څخه چې په ټوله کې د حاجیانو شمیر ۲۷ زره او ۱۸۱ ته رسیږي، د ۸۶ الوتنو په تر سره کولو سره مکې مکرمې ته د حج د فریضې د اداء کولو په پار رسېدلي دي او پاتې نور درې زره او ۳۹۵ تنه حاجیان به په راتلونکو څو ورځو کې له هېواد څخه حرمین شریفینو ته ولیږدول شي.