د افغانستان زعفرانو د نهم ځل لپاره د بلجیم د ذایقې له نړیوال انسټیټوټ څخه د خوند (ذایقې) په برخه کې لومړی مقام ترلاسه کړ.
په یاد انسټیټوټ کې د افغانستان په استازیتوب د هراتي زعفران شرکت زعفرانو څخه لابراتواري ازموینه اخیستل شوې وه.
هر کال د زعفرانو کیفیت معلومولو په پار له ټولو زعفرانو تولیدونکو هېوادونو څخه د بلجیم د ذایقې په نړیوال انسټیټوټ کې ټسټ اخیستل کېږي، چې د افغانستان زعفران د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د کیفیت او خوند له پلوه لومړی مقام خپل کړی دی.
د ذایقې نړیوال انسټیټوت د بلجیم په هېواد کې موقعیت لري، چې هر کال د بېلابېلو هېوادونو خوراکي محصولات د ځانګړو معیارونو پر بنسټ ارزوي او د یاد انسټیټیوټ د ارزونو له مخې د افغانستان زعفرانو د غوره ذایقې له پلوه د لومړی مقام جایزه ترلاسه کړه.
زعفران د افغانستان له ارزښتناکو صنعتي بوټو څخه دی، چې د کرنې وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو ریاست د معلوماتو له مخې په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد د ۲۶ ولایتونو اته زره او ۳۰۴ هکتاره ځمکه د زعفرانو تر کښت لاندې وه، چې له دغو کروندو څخه ۲۳.۲۴۹ مټریک ټنه زعفران راټول شوي دي، چې له دې ډلې ۲۲.۲۴۰ مټریک ټنه یې د هرات ولایت څخه راټول شوي وو.
د ننداریزو کروندو جوړول، د زعفرانو د پیازو وېش او د پروسس او بسته بندۍ توکو وېش او دغه راز تخنیکي او فني سلا مشورې هغه کارونه دي، چې د کرنې وزارت د زعفرانو د کروندګرو لپاره ترسره کړي او هڅه کوي چې دغه فعالیتونه زیات کړي.