ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر: اسلامي امارت په کور دننه د روغتیايي کارکوونکو ظرفیتونه لوړوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د عامې روغتیا وزارت د مرستیالانو، مرکزي ریاستونو او روغتونونو له رییسانو سره د چارو د لا ښه والي په موخه ناسته کړې.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د مرکزي ریاستونو او روغتونونو رییسانو او روغتیا پالانو شتون درلود.

د عامې روغتیا وزیر طبابت یوه سپېڅلې دنده یاده کړې او له ټولو هغو روغتیايي کارکوونکو څخه، چې په سختو شرایطو کې یې د هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه کړې مننه کړې.

مولوي نور جلال جلالي همداراز د کاري چارو د تنظیم او ښه والي په موخه په هره اداره کې د امر اطاعت منل اړین بللي او له ټولو روغتیا پالانو او مسولینو یې غوښتي، چې په بشپړه ایماندارۍ او صادقانه توګه د خپل ځورېدلي او کړېدلي ملت روغتیايي ستونزو ته رسېدنه او درملنه یې وکړي.

نوموړي همداراز زیاته کړې، موږ په ریښتیني توګه هڅه کوو د شته امکاناتو سربېره د هرې ممکنې لارې په کور دننه د ټولو روغتیايي کارکوونکو ظرفیتونه لوړ کړو؛ ترڅو پرمټ یې د یو پیاوړي روغتیايي سیستم په درلودلو سره د خپلو ټولو ناروغو هېوادوالو معیاري تشخیص او درملنه وکړو.

ښاغلي جلالي د روغتیايي کارکوونکو د معاشاتو اړوند ویلي؛ موږ په بشپړه توګه هڅه کوو، چې د روغتیايي کارکوونکو د معاشاتو لوړولو لپاره غوره لارې پیدا کړو.

د یادې غونډې په دوام د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني ویلي؛ اسلامي نظام د امیر د اطاعت په پایله کې رامنځته شوی او اړتیا ده، چې په هره اداره کې مسول کس خپل مسولیتونه وپېژني او په ریښتیني ډول خپلې ورځنۍ چارې ترسره کړي.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده د ناروغو هېوادوالو سره ښه چلند او د هغوی روغتیايي ستونزو ته رسېدنه د عامې روغتیا وزارت دنده بللې او په همدې موخه یې له ټولو روغتیايي کارکوونکو غوښتي، چې د خپلو ټولو ناروغو هېوادوالو سره د ښه چلند سربېره د هغوی معیاري تشخیص او درملنه وکړي.