ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان کرېکټ بورډ له سېلاب‌ځپلو سره څه باندې دوه میلیونه افغانۍ مرسته کړې

د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د افغانستان کرېکټ بورډ له پلاوي سره لیدنه کړې.

په دغه پلاوي کې د کرېکټ ملي لوبغاړو هر یو رحمت شاه زرمتی، قیس احمد، د کرېکټ بورډ استازی محمد همایون شهاب او د کرېکټ بورډ نورو اړوندو مسولینو یې ملتیا کوله.

پلاوي ویلي؛ د خپل ایماني او ملي احساس له مخې یې د خپلو سیلاب ځپلو هېوادوالو سره یاده مرسته چمتو کړې او غواړي، چې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام له لوري د ټاکل شوې کمېټې له لارې یې زیانمنو کورنیو سره د مرستې په پار مصرف کړي.

دوی معلوم مقدار افغانۍ یې د کمېتې له لوري د افغان ملي بانک په جوړ شوي ځانګړي بانکي حساب کې ټولې کړې او رسید چک یې د کمېتې مشر ته وسپاره.

د کور او ښار جوړولو وزیر د کرېکټ بورډ له لوري راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له سېلاب ځپلو سره د دوی له کړې مرستې مننه کړې او د الله ج په دربار کې یې د قبولیت دعا ورته کړې.

شیخ حمدالله نعماني ویلي؛ کرېکټ بورډ او ملي لوبغاړو تل له خپلو خلکو سره خواخوږي ښودلې، ولس ته یې خوشحالي ورکړې او همدا لامل دی چې دوی هم د هېوادوالو په زړونو کې ځای لري.

د کرېکټ بورډ دغه مرسته شوې پیسې چې دوه میلونه او ۲۷۰ زره افغانۍ کېږي، چک دړه یې د دواړو ملي لوبغاړو رحمت شاه زرمتي او قیس احمد له لوري د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني ته وسپارل شوه.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د ملي لوبغاړو او کرېکټ بورډ دغه د مرستې ډول د نورو لپاره د هڅولو لامل وګرځي، تر څو د واحدې سرچینې له لوري خپلې مرستې ترسره کړي چې په بشپړ شفافیت او روڼتیا سره به د ځپل شوو هېوادوالو دردونو ته دوا شي.

ښاغلي نعماني د افغانستان کرېکټ بورډ او د کرېکټ ملي اتلان له ټولو خلکو، سوداګرو، پانګوالو، مرستندویه بنسټونو، هېوادونو او بانکونو غوښتنه کړې، چې د افغان، سېلاب ځپلو، بې وزلو او نورو اړمنو کورنیو سره خپلې مرستې د دغې کمېټې له لوري ترسره کړي چې د ترسره شوو دقیقو سروې ګانو له مخې به د اړتیا سره سم مصرف او له مصرف څخه به یې ډاډ شتون ولري.