د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۱۶مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د اندونیزیا جمهوریت د هلال احمر او د جوماتونو شورا رییس محمد یوسف کالا او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
د دغه لیدنې پر مهال د دواړو لورو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او د دواړو هېوادونو د ولسونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ویلي؛ افغانستان او اندونیزیا د تاریخ په اوږدو کې ښې اړیکې لرلې دي او اوسمهال د دغو اړیکو د پراختیا لپاره ښه زمینه برابره شوې، چې پکار ده دواړه هېوادونه یې د پياوړتیا لپاره په ګډه کار وکړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې؛ په افغانستان کې د سرتاسري امنیت په راتلو سره د انرژۍ، کانونو، اوبو بندونو، زېربنا، صنعت او نورو برخو کې د پانګونې ښه فرصتونه رامنځته شوي، چې اندونیزیايي پانګوال کولی شي په یادو برخو کې پانګونه وکړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړې دي او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.
د اندونیزیا د هلال احمر او د جوماتونو شورا رییس په افغانستان کې د رامنځته شوو پرمختګونو ستاینه کړي او ویلي يي دي؛ دوی به د اندونیزیا حکومت، خلکو او نړۍ ته د افغانستان واقعي وضعیت په ډاګه کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ اندونیزیا په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراخول غواړي او اندونیزیايي پانګوال لېواله دي، چې د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي.
محمد یوسف کالا زیاته کړې، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په موخه اندونیزیايي اقتصادي پلاوی کابل ته راشي او دلته به په مختلفو برخو کې د ګډو اقتصادي همکاریو په اړه له افغان لوري سره بحثونه ولري.
په پاى کې دواړو لورو د افغانستان او اندونيزيا ترمنځ په سياسي، اقتصادي، سوداګريزو او تعليمي برخو کې د اړیکو په پراختيا ټينګار کړی.