ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چاپېریال ساتنې نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسولینو د چهارشنبې په ورځ ( ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې ناستې پر مهال د چاپېریال نړیواله ورځ ونمانځله.

 په دې نمانځغونډه کې د چاپېریال ساتنې ادارې د رهبرۍ ترڅنګ، د ریاست الوزرا اداري مرستیال، د کابینې وزیرانو، د امارتي ادارو مسولینو او د ملي او نړیوالو سازمانونو او بنسټونو استازو هم ګډون کړی وو.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې ناسته کې ویلي؛ له بده مرغه چاپېریال د نړۍ د صنعتي قدرتونو له حده زیاتې ګټې اخیستنې له امله تر بل هر وخته له زیات خطر، حتی نابودۍ سره مخ دی.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، افغانستان د اقلیمي بدلون له اړخه د نړۍ له زیانمنونکو هېوادونو څخه دی او د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله یې چاپېریال ته سخت زیان اوښتی دی.

نوموړي ویلي، سالم چاپېریال د هر انسان طبیعي حق دی او د سالم چاپېریال رامنځته کولو لپاره باید مونږ ټول دوامداره او مسولانه هڅې وکړو.

 ښاغلي حنفي له رسنیو، ځوانانو، تعلیمي ادارو، علماوو او متنفذینو څخه غوښتنه کړې، چې د چاپېریال ساتنې برخه کې دعامه پوهاوي لوړولو لپاره هڅې وکړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس حافظ عزیز الرحمن ویلي؛ په ټوله نړۍ کې ایکوسیستمونه له ګواښ سره مخ دي او طبیعي چاپیریال چې د انسان د ژوند سرچینه ګڼل کیږي د ویجاړېدو په حال کې ده، نو هېوادونو ته پکار ده چې سترو چاپېریالي ننګونو ته د رسیدو لپاره په ګډه کار وکړي.

حافظ عزیز الرحمن زیاته کړې؛ د اوبو، هوا او خاورې ککړتیا، د نړیوالې تودوخې زیاتوالی، د اقلیم بدلون، وچکالي، ناڅاپي سېلابونه، د ځمکې او ځنګلونو تخریب، د خاورې تخریب، بېدیا کېدل او د ایکوسیستمونو او ژوند بڼو له منځه تلل؛ په افغانستان کې عمده چاپېریالي ننګونې دي.

نوموړي وچ او نیمه وچ اقلیم، پر طبیعي زېرمو ولاړ اقتصاد، دوامداره وچکالي، د عامه پوهاوي کچې ټيټوالی، د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې طبیعي پېښې، د اشغال او جګړو پر مهال د هر ډول ممنوعه وسلو کارول او د نړیوالو سازمانونو د کافي همکارۍ نشتون د افغانستان د چاپېریال زیانمنېدو د عواملو په توګه یاد کړي دي.

 د چاپېریال ساتنې ادارې رییس د خپلو خبرو په دوام ویلي؛ د اقلیمي بدلون په رامنځته کولو کې د افغانستان رول په نشت حساب دی، خو د دې پدیدې له ناوړه اغیزو څخه ډېر اغېزمن هېواد دی او دا یې پر نړیوالو حق دی چې په دې برخه کې د افغانانو بشپړ ملاتړ وکړي.

دغه راز نړیوال باید د اقلیمي بدلون له خطرونو سره د مبارزې برخه کې د افغانستان ځنډول شوې پروژې ژر پیل او پلي کړي.

نوموړي د چاپېریال قانون بیا کتنه، د چاپېریال ملي پالیسۍ تدوین، د ژوند بڼو ملي ستراتېژۍ جوړول، د څلورو چاپېریالي طرزالعملونو جوړول، د ادارې د ستراتېژیک پلان بیا کتنه، د راتلونکو پینځو کلونو لپاره د پراختیایي پروګرامونو جوړول، د هېواد د لویو ښارونو د هوا ککړتیا د راکمولو، مخنیوي او کنترول پینځه کلن پلان نوي کول او د اوزون پوړ ویجاړوونکو ګازونو (HFC) د مصرف او تورید د کنټرول په موخه د کیګالي تعدیلاتو تصویب؛ د دې ادارې د لاسته راوړنو په توګه یاد کړي دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس څرګنده کړې؛ افغانستان د ۱۶ نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونونو او پروتوکولونو غړیتوب لري، چې اوس مهال هم د نړیوالو سازمانونو له مالي او تخنیکي ملاتړ پرته د یادو کنوانسیونونو اهدافو او مکلفیتونو پلي کولو ته ژمن دی.

همدارنګه، پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت او کور او ښار جوړولو وزارتونو وزیرانو د چاپېریال ساتنې ادارې مسلکي مرستیال، د اوبو او انرژۍ وزارت ارشد سلاکار، د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام د دفتر رییس، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې رییس هم ویناوې کړي او ټولو په خپلو خبرو کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د اقلیمي بدلون خطرونو سره د مبارزې برخه کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.