د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته چې د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۱۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۲۴ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۱۴ پروژو قراردادونه منظور، د شپږو تعدیل او د یوې پروژې قرارداد لغوه شو.
همدا راز ملي تدارکاتو ریاست ته دنده سپارل شوې، څو د یوې پروژې قرارداد بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې کړي او د دوو پروژو قراردادونه بیا په هراړخیز ډول و ارزوي او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.
په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې د پاتې چارو بشپړول، په مختلفو ولایتونو کې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د برېښنايي وسایلو چمتو کول، د کابل ښار ځینو مهمو سړکونو اساسي جوړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي، چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.