ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روسیه له اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا غواړي

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په خپلو ورستیو څرګندونو کې چې د سنټ پترزبورګ اقتصادي فورم په څنډه کې یې د ځینو مشهورو نړیوالو اژانسونو له مشرانو سره په ناسته کې ویلي، د افغانستان اسلامي امارت سره د اړیکو ټینګول اړین دي او زیاته کړې یې ده، دا یو څرګند حقیقت دی چې اسلامي امارت د افغانستان پر خاوره حاکم نظام دی.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې روسیه په پلان کې لري د دې هېواد په استازولۍ یو پلاوی د اسلامي امارت له چارواکو سره په نیږدې ورځو کې لیدنه وکړي.

پوتین همداراز د چهارشنبې په ورځ مسکو کې د بهرنیو خبري اژانسونو له استازو سره په لیدنه کې ویلي؛ “موږ تل په دې باور یو چې باید له واقعیتونو سره تعامل وکړو.”

د یادونې وړ ده، چې روسیې څه موده وړاندې اسلامي امارت ته د سنټ پیټرزبورګ په نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون رسمي بلنه ورکړې وه.