ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت مسوولین د هېوادوالو د ستونزو حل ته ژمن دي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د بغلان او پروان ولایتونو یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره لیدلي
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بامیانو لوا له رییس ارکان قاري محمد موسی نصرت، مولوي نورالدین او مل علماوو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې قاري محمد موسی نصرت د یاد ولایت د وروستي وضعیت، حکومتولۍ او د خلکو د ستونزو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته راپور وړاندې کړ او د دې ولایت د خلکو د ستونزو حل ته د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
نوموړي همدارنګه د شهیدانو ورثې سره همکاري او ورته پاملرنه د ټولنې مهمې اړتیاوې وبللې او تعلیمي مسایلو او مواصلاتي لارو ته یې د مرکزي مقاماتو د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یادو ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، اسلامي امارت د خدای تعالی په مرسته او د مجاهدینو په زحمتونو، سرښندنو او قربانیو بریا ته ورسېده او د اسلامي امارت مسوولین ولس ته خدمت خپله دنده ګڼي او په هره کچه خدمت او د ملت او مجاهدینو د ستونزو حل ته ژمن دي