تېره ورځ ( شنبه، د غبرګولي ۱۹مه) زرګونه لاریونوال د امریکا له بېلابېلو ښارونو څخه واشنګټن ته راغلي او سپینې ماڼۍ ته څېرمه یې د فلسطین د ملاتړ شعارونو ورکړي او ټینګار یې کړی، چې فلسطین یې سره کرښه ده.
دغو لاریونکوونکو غزه کې د جګړې په اړه د بایډن د دولت په چلند نیوکه کړې او فلسطین کې د اسرائیلي یرغلګرو د وحشت ژر تر ژره پای ته رسولو غوښتنه یې کړې ده.
پر غزه د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له زیاتوالي سره سم امریکا کې د اسرائیل ضد لاریونونه زیات شوي.
تازه د اسرائیلي یرغلګرو په پرونيو (شنبه د جوزا ۱۹) بریدونو کې ۲۱۰ فلسطینیان شهیدان او شاوخوا ۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.