ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مالیزیا کې د افغانستان لوی سفیر: اسلامي امارت د سوداګرۍ په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي

مالیزیا کې د اسلامي امارت لوی سفیر نقیب الله احمدي په یاد هېواد کې مېشت افغان سوداګرو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې نقیب الله احمدي د اسلام په رڼا کې د سوداګرۍ اهمیت او اصول روښانه کړي او له سوداګرو یې غوښتي، چې د اسلامي اصولو په نظر کې نیولو سره د حلالې سوداګرۍ ترڅنګ برکت لرونکې ګټه ترلاسه کړي.

 ښاغلي احمدي ویلي؛ اسلامي امارت په پراخه کچه د سوداګرو ملاتړ کوي او کوښښ کوي، چې ورځ تر بلې مالیه، انتقالات او ټرانسپورټي چارې د سوداګرو پر وړاندې اسانه کړي.

نوموړي زیاته کړې، سوداګرو سره هم ښایي د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي او له اسلامي نظام ملاتړ او همکاري وکړي.

 په مالیزیا کې د افغان سوداګرو ټولنې رییس نور احمد له سوداګرو غوښتي، چې افغانستان ته د اموالو صادرولو پرمهال کیفیت په نظر کې ونیسي او له اسلامي امارت څخه ملاتړ وکړي.

همداراز نوموړي مالیزیا کې د افغان سوداګرو د ویزو اخیستو پروسه کې د ستونزو یادونه کړې، چې د اسلامي امارت لوی سفارت له لوري ورته د حل ډاډ ورکړل شوی.