نریندرا مودي د درېیم ځل لپاره د ډیلي په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې د هند د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.
په دې مراسمو کې زرګونه مېلمنو ګډون کړی و، چې د بنګلهدیش، نیپال، سریلانکا او مالدیف مشران هم پکې شامل وو.
دغهراز د ښاغلي مودي د نوې کابینې د وزیرانو شورا هم لوړه وکړه.
د بهارتیا جنتا ګوند مشر نرېندرا مودي د ۲۹۳ څوکیو په ګټلو سره د هند عمومي ټاکنې وګټلې او یو ځل بیا لومړی وزیر شو.
په دې ټاکنو کې د هند اپوزیسیون ګوند ۲۳۴ څوکۍ وګټلې.
نرېندرا مودي د لوړې په مراسمو کې ویلي، چې د هند حاکمیت او بشپړتیا به ساتي او “اساسي قانون ته به په ریښتیني باور او وفادارۍ” سره حکومت کوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د فساد او بېوزلي له منځه وړلو لپاره به پوره هڅه کوي او د بېوزلو او منځنۍ طبقې ځواکمنول یې خپل لومړیتوب ګڼلی دی.
۷۳ کلن مودي د هند له لومړي وزیر جواهر لال نهرو وروسته دویم هندی مشر دی چې پرلهپسې درېیم ځل ټاکنې ګټي.