د صهیونیستي رژیم د جګړې د شورا غړو بیني ګانټز او ګادي ایزنکوټ د اسرائیلو له بېړني حکومته خپلې استعفاوې اعلان کړې دي.
ګانټز په یوه تلویزیوني بیانیه کې د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو څخه غوښتي، چې ژر تر ژره دې ټاکنې ترسره کړي.
نوموړي د اسرائیلي بندیانو له کورنیو بښنه غوښتي او ویلي یې دي، چې موږ ناکام شوي یو.
ګانټز اعتراف کړی، چې په ازموینه کې ناکام شوي او د خپلو بچیانو (بندیانو) خپلو کورنیو ته د بېرته ستنولو توان نه لري.
نوموړي تېره میاشت ګواښ کړی و، چې که د نتانیاهو په مشري یې حکومت د جون تر اتمې د غزې د جګړې لپاره نوی پلان تصویب نه کړي، نو له حکومته به استعفا وکړي.