ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر هېواد ته په راستنېدو سره د خپلو رسمي سفرونو لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري چې قطر او د فدراتیفي روسیې هېوادونو ته یې رسمي سفر کړی و، پرون له غرمې وروسته هېواد ته راستون او د خپلو سفرونو جزیات یې له رسنیو سره شریک کړل.

نوموړي ویلي: “د قطر شاهي هېواد په رسمي بلنه مو یاد هېواد ته درې ورځنی سفر درلود، چې د کار او ټولنیزو چارو له وزیر دوکتور علي بن صمیخ المري سره مو لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې مو د دوه اړخیزو اړيکو د پیاوړتیا سربیره، په ګډو ګټو، هغه هېواد کې میشتو افغان کاريګرو پر ستونزو او له ټولو مهمه قطر هېواد ته په قانوني توګه د ماهرو او نيمه ماهرو افغان کاریګرو د لیږلو په تړاو خبرې او بحثونه وکړل، چې په دې برخه کې ځینې مقدماتي هوکړې هم وشوې.”

ښاغلي عمري زیاته کړې: “قطر هېواد کې د مېشتو افغان کارګرو ستونزو ته د غوره رسېدنې په منظور د کوربه هېواد د نیمه‌دولتي کاریګرو اتحادیې (جسور) او د سوداګرۍ خونې له رئیسانو سره مو هم لیده کاته درلودل او د شته ستونزو د حل په موخه مو ټینګار وکړ.”

د ښاغلي وزیر په وینا؛ دوحه کې یې له مېشت ځینو افغان سوداګرو او کارګرو سره هم لیدنه کړې او د ستونزو د اورېدو سربېره یې هڅولي څو افغان پانګوال تشویق کړي، چې خپلې پانګې هېواد ته انتقال کړي او دلته پانګونه وکړي، ترڅو له یوې خوا اقتصادي پرمختګ ته زمینه برابره شي او له بلې خوا هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.

الحاج ملا عبدالمنان عمري د سنټ پترز برګ په ۲۷ مې اقتصادي سرمشریزې کې د خپل ګډون او وینا په اړه معلومات شریک کړي او ویلي یې دي: “یاده سرمشریزه کې مو څرګنده کړه چې افغانستان د اسیا په زړه کې د جیواکونومیک او جیوستراتیژیک موقعیت په درلودلو سره د اسیا شمال او جنوب په اتصال کې د پل حیثیت لري او د انرژۍ او نورو اقتصادي او تجارتي توکو په لیږد او راکړه ورکړه کې ډیر بالقوه فرصتونه لري او هیله ده د سیمې هېوادونه همدې خصوصیاتو ته په کتو د افغانستان اسلامي امارت سره مثبت تعامل وکړي.

دغه‌رزا د مختلفو هېوادونو له تحریماتو او بندیزونو څخه افغانستان تر بل هر هېواد ډېر متثر دی، او نور باید دا تحریمونه پای ته ورسیږي، هم دې افغانستان د یو کمر بند-یوه لاره پروژې څخه هم استفاده وکړي. همداراز په ازاد تجارت کې د افغانستان رول او په همدې برخه کې د اسیا مطرحو هېوادونو اتصال په مورد باید د افغانستان له جغرافیوي جوړښت څخه اعظمي استفاده وشي. “

ښاغلي عمري په پای کې ویلي، چې د سنټ پټرزبرګ ۲۷مې اقتصادي سرمشریزې په څنډه کې یې د داغستان جمهوریت د اقتصاد له وزیر او د سوداګرۍ خونې له رییس، د فدراتیفې روسیې د کار او ټولنیزو خوندیتوب له وزیر، د سنټ پټرزبرګ له والي، د ترکمنستان جمهوریت د اقتصاد له وزیر او د عمان د سوداګرۍ خونې له رییس سره یې جلا جلا ناستې او مجلسونه کړي او په مختلفو مواردو په ځانګړې توګه له هېواده بهر د افغان ماهرو کاریګرو د لېږد، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او افغانستان کې د پانګونې په اړه یې لرلي، چې ځینې ابتدايي هوکړې هم ترلاسه شوي او خوشبیني شته چې په راتلونکي کې په یادو برخو کې د پرمختګونو شاهدان واوسو.