ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امنیت شورا غزه کې د سملاسي اوربند پرېکړه‌لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا له لوري د غزې د اوربند اړوند وړاندې شوی پرېکړه‌لیک تصویب کړ.

یاد پرېکړه‌لیک ته د امنیت شورا له ۱۵ غړو څخه ۱۴ مثبته او روسیې بیا بې‌پرې رایه ورکړې ده.

ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لیندا توماس-ګرینفیلډ ټینګار کړی، چې سیاسي جوړجاړی یوازینۍ حللاره ده او په دواړو لورو یې غږ کړی، چې دا پلان دې له ځنډ او شرایطو پرته پلی کړي.

ویل کېږي، چې حماس غورځنګ د امنیت شورا د رایو هرکلی کړی.

ملګرو ملتونو کې د فلسطین سفیر ریاض منصور هم د یاد پرېکړه‌لیک د تصوبېدو هرکلی کړی او دا یې سم لوري ته یو ګام بللی دی.

د الجزایر سفیر امر بنجاما دا رایه اچونه ستایلې او ویلي یې دي؛ موږ د ډله‌ییزې سزا په کتلو چوپ نه شو پاتې کېدای، زموږ لپاره د فلسطینیانو ژوند مهم دی او د اسرائیلي نیواکګرو له لوري د فلسطینینانو د وژلو د دوام ننداره نه شو کولای.

د یادونې وړ ده، چې دا پرېکړه‌لیک د امریکا د ولسمشر جو بایډن له لوري د تېرې مې میاشتې پر ۳۱ وړاندې شو، چې په لومړي پړاو کې یې سملاسي او بشپړ اوربند، د بندیانو خلاصول او د غزې له ګڼ‌مېشتو سیمو د اسرائیلي پوځیان وتل پکې شامل دي.