ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزارت: تېر کال په وزیر اکبر خان ملي او تخصصي روغتون کې نږدې ۵۰ زره وړیا جراحي عملیات شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي؛ تېر ۱۴۰۲ ه ش کال کې د عامې روغتیا وزارت په وزیر اکبر خان ملي او تخصصي روغتون کې ۴۹ زره او ۵۵۳ وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي.

یاد وزارت زیاته کړې؛ په یادو جراحي عملیاتونو کې ۱۰ زره او ۸۰۳ستر او ۳۸ زره او ۷۵۰ کوچني جراحي عملیاتونه شامل وو، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په کامیابه توګه او وړیا ډول ترسره شوي دي.

 په یاد روغتون کې همداراز ۲۲۳ زره او ۴۸۱ ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا  (OPD)، ۱۰۵ زره او ۵۷۰ ناروغانو ته اُرتوپیدي او ۱۴ زره او ۵۳۹ تنو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.