ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو چارو د تنظیم طرحو په اړه د نظر غوښتنې غونډه وکړه

یاده غونډه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر  ملا عبداللطیف منصور په مشرۍد دې وزارت د رییسانو، سلاکارانو،تخنیکي مسولینو، د ښار جوړونې، مالیې،د کلیو پراختیا او اقتصاد وزارتونو د دښاروالۍ عمومي ریاست، د کابل ښاروالي، د چاپيریال ساتنې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلاب شرکت استازو او نورو اړوندو ادارو د استازو په ګډون ترسره شوه.

غونډه کې، د کابل ښاریانو لپاره د څښاک اوبود تامین طرحه، د ځمکې لاندې اوبو سرچینو څخه د تعرفې یا اجورې طرحه، د باران اوبو د راټولولو په کارولو سره د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې طرحه، د کرنې او سرسبزي په موخه د فاضلابو د تصفیې طرحه او د اوبو د سپما په موخه د عامه پوهاوي طرحه چې د افغانستان اسلامی امارت د دویمې مصوبې د ۱۴۴۴/۴/۱۰نیټې پر بنسټ د اوبو او انرژي وزارت له خوا ترتیب او له ټولواړوندو وزارتونو سره شریک شوې وه، نظر غوښتنه ترسره شوه.

د اړوندو وزارتونو او ادارو استازو په یاده ناسته کې د ترتیب شویو طرحو هر کلی وکړ او څرګنده یې کړه چې ټولې طرحې یې مطالعه کړې او د هغه د غوره والي لپاره خپل نظرونه د اوبو او انرژي وزارت له مسولینو سره شریک کړي -دي.

د دې غونډې په پای کې هوکړه وشوه چې د وزارتونو استازي په جلا توګه د اوبو او انرژي وزارت د یادو طرحو له ترتیب کوونکې کمیټې سره په ګډه کار وکړي، ترڅو د وزارتونو او اړوندو ادارو مهم او اړین نظرونه په دې طرحو کې شامل شي او په نهایي او غوره والي باندې کار وشي.