ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر د یونیسف له استازو سره لیدلي

د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخندزاده په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د یونیسف ادارې استازي ښاغلي فران اکویزا، د یونیسف ادارې د واش پروګرام رییس ډومینګ پورتویت او د واش پروګرام کارپوه حبیب الرحمن سره لیدنه وکړه.

سرپرست وزیر په دې لیدنه کې راغلو استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې موږ د یونیسف ادارې له دوامدارو همکاريو څخه قدرداني کوو چې په سختو حالاتو کې تاسو تر بیوزلو او اړمنو افغانانو پورې خپلې مرستې رسولي او جاري مو ساتلې او د یونیسف ادارې له استازو سره يې د پروژو د پلې کولو په برخه کې د چټکتیا او اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
همدرانګه د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر د د دوی ستونزې واوریدې او زیاته یې کړه، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د افغانستان اسلامي امارت د پالیسۍ سره سم به ستاسو سره هر اړخیزه همکاري کوي.
ورپسې د یونیسف ادارې او واش پروګرام استازو وویل؛ موږ د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سره په پوره همغږۍ چارې ترسره کوو او همداراز يې د مرستو دوام ته اشاره وکړه او زیاته يې کړه چې یونیسف اداره غواړي د یاد وزارت په همکارۍ سره خپلې لازمې مرستې د هېواد تر هر کلي او هرې سیمې پورې ورسوي.
د دې لیدنې په پای کې دواړو لوریو پر دوامدارو همکاریو ټینګار وکړ