ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته لاره ومونده

افغان کرېکټ ملي لوبډلې د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په دوام، نن (جمعه، د غبرګولي ۲۵مه) پخپله درېیمه لوبه کې پي‌اېن‌جې ته په ۷ ویکټو ماته ورکړه او د دې سیالیو د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته یې لاره ومونده.

دغه‌راز د ۲۰۲۶ نړیوال جام ته یې هم لاره پیدا کړه.

افغان لوبډلې د نننۍ لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

پي این جي لوبډلې په ۱۹.۵ اورونو کې د ټولو ویکټو په زیان سره ۹۵ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې ۹۶ منډې هدف وټاکه.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې یاد هدف د درېیو ویکټو په زیان سره د محمد نبي عیسی‌خیل او ګلبدین نایب په ملګرتیا په ۱۵.۱ اورونو کې پوره او بریا یې پخپل نوم کړه.

ګلبدین نایب ۴۹ او محمد نبي بیا ۱۶ منډې وکړې.

په ننۍ لوبه کې فضل حق فاروقي د ۱۶ منډو په بدل کې درې ویکټې ترلاسه کړې او د لوبې غوره لوبغاړی و نومول شو.

ملي لوبډله له سویلي افریقا، هند، اسټرالیا او ویسټنډیز وروسته پینځمه لوبډله شوه، چې دویم پړاو ته ځي.

د یادونې وړ ده، چې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې له دې وړاندې یوګانډا او نیوزلانډ ته هم ماتې ورکړې وه.

افغانستان به د ګروپي سیالیو خپله څلورمه لوبه د کوربه ویسټنډیز پر وړاندې د روانې غبرګولي/جوزا میاشتې پر ۲۹مه نېټه ترسره کړي.