ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رييس: د هېواد د ملي پراختیا په پینځه کلنه ستراتیژۍ کار کوو

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رییس مفتي عبدالله عزام د روان کال د غبرګولي میاشتې په ۲۴مه نېټه هرات ولایت ته د خپل سفر پرمهال په زنده جان ولسوالۍ کې تېر کال زلزله ځپلو هېوادوالو ته د ۱۰۰ کورونو لرونکي یوه بل ښار ګوټي د سپارلو په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

مفتي عبدالله عزام په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته چې د هرات ولایت یو شمېر مسولینو، د خصوصي سکټور استازو او د سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو، ویلي، چې د اقلیمي بدلونونو له امله د هېواد بېلابېلې سیمې د زلزلو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې او اوسیدونکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. د مفتي عبدالله عزام په وینا؛ د دغو طبیعي پېښو له امله ځینې زېربناوې هم زیانمنې شوې دي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رییس د هرات د مرکز په ګډون په ځینو ولسوالیو کې د رامنځته شوې زلزلې له امله اوښتي زیانونه بې ساري بللي او ویلي یې دي، چې د دې زلزلې له امله زرګونو هېوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه واوښتل او ډېری خلک یې د غم په ټغر کېنول.

د ښاغلي عزام په وینا؛ که څه هم دا یوه ستره غمیزه وه خو د افغانستان اسلامي امارت مسولینو زلزله ځپلو سیمو ته پر وخت ځانونه ورسول او له شته امکاناتو څخه په استفادې یې د زلزله ځپلو هېوادوالو لاسنیوی وکړ.

نوموړي ویلي؛ لا هم د تېر کال زلزلې له امله د هرات ځیني اوسیدونکي سرپناه نه لري او مرستو ته اړ دي، نو اړتیا ده چې لاسنیوی یې وشي، د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت او نورې اړوندې ادارې په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

دغه‌راز یې د هرات زلزله ځپلو کورنیو ته د ۱۰۰ کورنو په جوړېدو خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده: “ډېر زیات د خوشحالۍ احساس کوم چې نن ورځ په هرات ولایت کې له زلزلې څخه د زیانمن شویو هېوادوالو لپاره د سرپناه سل کورونه توزیع کېږي، دا سل کورونه به په واقعیت کې په اوسطه توګه د سلو کورنیو سلګونو کسانو ته د سرپنا او نسبتاً ارام ژوند زمینه مساعده کړي.”

نوموړي له ټولو هغو هېوادوالو څخه مننه کړې، چې د هرات د زلزله ځپلو لپاره یې د کورونو په جوړېدو کې مرسته کړې ده او ډاډ یې ورکړی، چې د افغانستان اسلامي امارت د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو هېوادوالو په څنګ کې ولاړ دی او پر وخت به یې ستونزو ته رسیدنه کوي.

محترم مفتي عبدالله عزام د خپلو خبرو په یوه برخه کې د هېواد ملي پراختیا ستراتیژي ته په اشارې سره ویلي، چې ریاست الوزرا اقتصادي معاونيت د خپل مسوولیت له مخې د راتلونکو پینځو کلونو لپاره د هېواد د ملي پراختیا په ستراتیژۍ کار کوي او په نږدې راتلونکي کې به یې د لومړنۍ مسودې چارې بشپړې شي.

په دې ستراتيژۍ کې د هېواد د عيني اړتياوو او امکاناتو په چوکاټ کې به د ملي لومړيتوبونو بېلابېل مهم پروګرامونه په ګوته شي.

د نوموړي په وینا؛ له دې سره به په هېواد کې د اقتصادي ودې پروسه نوره هم منظمه، د پانګونې او بشري قوې د ګومارنې له پاره به مناسب فرصتونه رامنځته او په ټوله کې به په هېواد کې د اقتصادي ودې بهير مديريت او ګړندی شي.