ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امریکا کې د روسیې سفیر: د اوکراین د اړتیاوو لپاره د روسیې کنګل شوي شتمنۍ کارولو په تړاو د جې-۷ هېوادونو پرېکړه ناقانونه ده

واشنګټن کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف د جې-۷ هېوادونو د هغه پرېکړې، چې د روسیې له کنګل شوې شمتنۍ څخه به اوکراین ته ۵۰ میلیارده ډالر ورکول کېږي، په غبرګون کې ویلي چې دا یو ناقانونه او نامشروع اقدام دی.

له دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا هم اعلان کړی و، چې روسیه به ډېر ژر په لوېدیځ کې د خپلو شتمنیو د ترلاسه کولو لپاره غچ‌اخیستونکي اقدامات وکړي.

د جې-۷ هېوادونو مشرانو د جون په ۱۳مه د اېټالیا په غونډه کې هوکړه کړې، تر څو د روسیې له کنګل شوې شمتنۍ څخه ترلاسه شوې ۵۰ میلیارده ډالر ګټه د ۲۰۲۴ کال تر پایه اوکراین ته ځانګړې شي.

د یادونې وړ ده، چې اروپايي ټولنې، کاناډا، امریکا او جاپان پر اوکراین د روسیې له پوځي بریدونو وروسته د دې هېواد شاوخوا ۳۰۰ میلیارده ډالر شتمني کنګل کړې ده.