ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوی اختر په مناسبت د رییس الوزرا پیغام؛ مسولین دې د هېوادوالو هوساینې او پرمختګ لپاره لا ډېره هڅه وکړي

د افغانستان اسلامي امارت رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند په اختریز پیغام د ټولو مسلمانانو ترمنځ په یووالي او اخوت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې ټول مسلمانان دې د اسلام مقدس دین په غوښتنه د اسلامي اخوت او ښه ګاونډیتوب اصولو ته په پام سره ګډ ژوند ته ادامه ورکړي.

د اسلامي امارت رییس‌الوزرا له هېوادولو غوښتي، چې د اسلامي امارت ترڅنګ ودرېږي او د خپل اسلامي نظام ملاتړ وکړي.

دغه پیغام کې د اسلامي امارت مسولینو ته په خطاب کې ویل شوي، چې د ولس خدمت ته په پوره اخلاص او لوړ همت سره ودریږي، په هره برخه کې باید د هېوادوالو د هوساینې او پرمختګ لپاره لا ډېره هڅه وکړي او په دې برخه کې هیڅ ډول غفلت و نه کړي.

ملا محمد حسن اخوند په دغه پیغام کې د فلسطین له مسلمانانو سره همدردي د هر مسلمان ایماني وجیبه بللې ده.