ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال غور کې د سېلاب ځپلو لپاره د ښارګوټي د جوړېدو بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په غور ولایت کې د ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو لپاره د یوه هستوګنیز ښارګوټي د جوړېدو بنسټ ډبره کېښوده.


د دغه ښارګوټي جوړېدو چارو د پرانېستې په مراسمو کې ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، چې اسلامي امارت تل د هېوادوالو د ستونزو حل په فکر کې دی او دوی ته په هره برخه کې د ښو خدماتو د وړاندې کولو لپاره هڅې کوي، چې ښه بېلګه یې د دې ښارګوټي د عملي چارو پیل دی.


د ښارګوټي په ساختماني پلان کې د ۲۰۰ هستوګنیزو کورونو سربېره مسجد، روغتیايي مرکز، ښوونځی، مدرسه، د اوبو رسولو شبکه او برېښنا شامل دي چې د اسلامي امارت له لوري رغول کېږي.


د یادونې وړه ده، چې د ښارګوټي له بشپړېدو سره سم به هرې سېلاب ځپلې کورنۍ ته یو هستوګنیز کور په واک کې ورکړل شي.