ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند د غور په مرکز فیروزکوه کې له سېلاب ځپلو سره یوځای د لوی اختر لمونځ اداء کړ

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د غور ولایت په مرکز فېروزکوه کې له سېلاب ځپلو هېوادوالو سره د نېکمرغه لوی اختر لمونځ یوځای اداء کړ.

ملا عبدالغني برادر اخوند د لوی اختر د لمانځه پرمهال په خپله وینا کې عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله، مجاهدینو، د خپلواکۍ د لارې د شهیدانو کورنیو، هېوادوالو او ټول اسلامي امت ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله او د اسلامي امت د یووالي او اتحاد هیله یې څرګنده کړه.

د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال په خپلو خبرو کې وویل، چې د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د اسلامي امارت مسوولینو ته هدایت کړی، تر څو د هغو هېوادوالو لاسنیوی وکړي چې په دې وروستیو کې د سېلابونو له امله ځاني او مالي زیانونه ورته اوښتي دي.

محترم حاجي ملا صاحب زیاته کړه، چې د ده په ګډون د اسلامي امارت ټول مسوولین هڅه کوي چې زیانمنو هېوادوالو ته مرستې برابرې او د هغوی ستونزو ته پای ورکړي.

محترم ملا عبدالغني برادر آخوند غور ولایت ته د خپل سفر اصلي موخه د مرسته رسوونکو او ژغورونکو ادارو او بنسټونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ رامنځته کول، د ټاکل شویو کمېټو له کارونو څخه ارزونه او له نېږدې د سېلاب ځپلو هېوادوالو د ستونزو اورېدل وبلل او ویې ویل چې د خپل سفر پرمهال یې له ولایتي مسوولینو، علماوو، قومي مخورو او د بېلا بېلو ولسوالیو له سېلاب ځپلو سره ناستې کړې، د دوی ستونزې یې اورېدلې او زیانمنې سیمې یې له نږدې کتلې دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د هېواد په مختلفو برخو کې د سترو او ملي پروژو پیل ته په اشارې سره وویل، چې ددې پروژو څخه یوه هم د ختیځ- لویدیځ دهلېز د سړک جوړونې پروژه ده.

د دې پروژې په بشپړېدو سره به هرات، غور، بامیان، دایکنډي او میدان وردګ ولایتونه له کابل سره ونښول شي. ددې پروژې یوه برخه د هرات- غور سړک دی چې څه موده وړاندې یې د عملي چارو د پیل پرانیسته وشوه.

په پای کې حاجي ملا صاحب یوځل بیا د غور ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت یې تر هغه پورې په څنګ کې ولاړ دی چې ستونزې یې په بشپړ ډول حل شي.