ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوی اختر لومړۍ ورځ په ټول هېواد کې د امن او خوښۍ په فضا کې ونمانځل شوه

د کورنيو چارو وزارت مسولين وايي؛ چې د پلازمېنې کابل په ګډون، ټول هېواد کې د لوی اختر لومړۍ ورځ د امن او خوښۍ په فضا کې نمانځل شوې ده.
د ياد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي؛ د لوی اختر لومړۍ ورځ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې په مکمله توګه د امن او خوښۍ په فضا کې سرته ورسېده، د جوماتونو او عیدګاوو امنیت د هېواد د امنيتي ځواکونو لخوا په پوره توګه تامین شوی و او هېوادوالو په آرامه توګه د اختر لمونځ ادا کړ, یو ځل بیا ډاډ درکوو چې د اختر راتلونکې ورځې به هم په امن او خوښۍ سره به ونمانځل شي.
نوموړي زياته کړې؛ زموږ عزم او اراده ولس ته خدمت دی، د هېواد لوېشت لوېشت خاوره د زړورو امنيتي ځواکونو تر پوښښ لاندې ده، تر څو ستاسو د سر، مال او عزت په دفاع کې خپل اسلامي او ملي مسولیت په حقیقي توګه سرته ورسوي.
د قانع په وينا، د کورنیو چارو وزارت اړوند د ټولو روغتیایي او خدماتي څانګو مسولينو، د نورو ادارو له روغتیایي او خدماتي ادارو سره په همغږۍ د هېوادوالو د اړتیاوو او ستونزو د حل په موخه پر خپلو دندو بوخت وو.