د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره لیدلي.
لیدنه کې ښاغلي وانګ یو په افغانستان کې د امنیت پر ټېنګښت خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې چینايي چارواکي په افغانستان کې د سولې او دایمي ثبات غوښتونکي او په دې باوري دي، چې د سیمې او ګاونډيو هېوادونو ارامتیا د چین په ګډون د ټولې سیمې په ګټه دی.
نوموړي زیاته کړې؛ په اقتصادي برخه کې د کابل او بیجنګ ګډې همکارۍ او هڅې دواړه لوري ښو پایلو ته رسولی شي او د کابل او چین تر منځ د مستقیمو الوتنو پیل د ښو اړیکو ښکارندوی دی.
د چین سفیر دغه راز ویلي، چې هېواد یې د ستونزو د حل په موخه خبرو ته لومړیتوب ورکوي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د چین او افغانستان د اړیکو مخینې ته په اشارې سره ویلي، چې افغانانو تل د چین په ګډون له ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکې پاللې دي او اسلامي امارت ژمن دی چې افغان خاوره به د هیچا پر وړاندې ونه کارول شي.
مولوي عبدالکبیر افغان سوداګرو ته د چین لخوا د اسانتیاوو برابرولو له امله په مننې زیاته کړه، اسلامي امارت چینايي پانګوالو ته د هغوی د امنیت په ګډون ټولې اسانتیاوې رامنځته کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې لویې ننګونې هوارې شوې او د شته ستونزو لپاره هم کار روان دی.