ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ولادیمیر زیلینسکي: که مسکو خپل سرتیري وباسي، د سولې خبرو ته کینو

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که چیرته مسکو خپل سرتېري د دوی له خاورې وباسي؛ نو پر سبا به ورسره د سولې خبرو ته کیني.
نوموړي زیاته کړې، چې د روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین جګړه پای ته نه رسوي، نو اړینه ده چې مخه یې ونیول شي.
د اوکرایین ولسمشر دا څرګندوني په سویزرلنډ کې د نږدې ۹۰ هېوادونو د پلاوو په یوه غونډه کې کړې دي.
خو له بلې خوا بیا د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د غبرګولي ۲۶ مه په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې له څلورو مهمو سیمو دونتسک، لوګانسک، خرسون او ژاپوروژیه څخه د اوکرایني عسکرو د وتلو په صورت کې به اوربند اعلان او د خبرو مېز ته به کښېني.
پوتین زیاته کړې، چې د اوربند د ټینګښت او د خبرو د پیل لپاره باید کیف له ناتو سره د یوځای کېدو خوبونه پرېږدي او دغه راز اټومي وسلو او امکاناتو ته یې باید لاسرسی پرې شي.
د هند په څېر ځینو هېوادونو چې له روسیې سره ښې اړیکې لري، د دې غونډې وروستۍ اعلامیه نه ده لاسلیک کړې.